ترکیې په سوریه کې د کرد وسله والو پر ضد د پوځي عملیاتو لپاره بشپړ چمتوالی نیولی دی، خو امریکا د دغو عملیاتو له ترسره کولو سره مخالفت ښودلی.
متحده ایالاتونو خبر ورکړی، که ترکیه د کرد وسله والو پر وړاندې عملیات ترسره کړي، نو پر یاد هېواد به سخت اقتصادي بندیزونه ولګوي.
بلخوا، کرد وسله والو تازه خبرداری ورکړی، که ترکیه په سوریه کې د دوی پر وړاندې پوځي عملیات پیل کړي، نو دا په یو انساني غمیزه رامنځته کړي.
د سوریې ډیموکراټو ځواکونو په یوه بیانیه کې ویلي، په هغو ځایونو کې چې ترکیه د عملیاتو ترسره کولو پلان لري، له ملکي وګړو ډک دي او که عملیات پیل شي، نو ډېری قربانیان به یې ملکي وګړي وي.
د ملګرو ملتونو سرمنشي هم په سوریه کې د شخړو کمېدو لپاره پر خبرو او سوله ییز حل ټینګار کړی.
ترکیه بیا ادعا کوي چې کرد وسله وال د کردستان له کارګران حزب سره پراخه اړیکې لري او دغه حزب د ترکیې د حکومت پر وړاندې له کابو دوو لسیزو راهیسي مبارزه کوي.


