ads

امونهنګانو لوبډلې سپین غر زمریانو لوبډلې ته ماتې ورکړه

د شپږیزې کرکټ لیګ په درېیمه سیالۍ کې پرون د امو نهنګانو او سپین غر زمریانو تر منځ لوبه وشوه، چې امو نهنګانو سپین غز زمریانو لوبډلې ته په ۱۸ منډو ماتې ورکړه. د لوبې پچه امو نهنګانو لوبډلې وګټله او لومړی یې د توپوهنې پرېکړه وکړه. د امو نهنګانو لوبډلې په ټاکلو ۲۰ اورونو […]

نویسنده: Mohammad Khan barial
17 تله 1398
امونهنګانو لوبډلې سپین غر زمریانو لوبډلې ته ماتې ورکړه
شپږ کرکټ لیګ

د شپږیزې کرکټ لیګ په درېیمه سیالۍ کې پرون د امو نهنګانو او سپین غر زمریانو تر منځ لوبه وشوه، چې امو نهنګانو سپین غز زمریانو لوبډلې ته په ۱۸ منډو ماتې ورکړه.
د لوبې پچه امو نهنګانو لوبډلې وګټله او لومړی یې د توپوهنې پرېکړه وکړه.
د امو نهنګانو لوبډلې په ټاکلو ۲۰ اورونو کې د اوو لوبغاړو په سوزېدو سره ۱۶۲ منډې وکړې، خو د سپین غر زمریانو لوبډلې د ټولو لوبغاړو په سوزېدو یوازې ۱۴۴ منډې وکړې او لوبه یې د ۱۸ منډو په توپیر وبایلله.
د امو نهنګانو په لوبډله کې فضل ځاځي تر ټولو ډېرې یعنې ۴۹ منډې وکړې او په ترتیب سره عثمان غني ۳۳ او رحمت شاه او ابراهیم ځدران ۲۵ ـ۲۵ منډې ترسره کړې.
د پرونۍ لوبې د غوره لوبغاړي جایزه فضل ځاي ترلاسه کړه، چې په توپوهنه کې یې ۴۹ منډې وکړې.
د یادولو وړ ده چې نن سهار د بند امیر ښامارانو او میس عینګ لوبډلو تر منځ لوبه روانه ده او ماسپښین مهال به د کابل بازانو او سپین غر زمریانو لوبډلو تر منځ لوبه وشي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA