ads

هغه ځوان چې په یوازې توګه ځوانان د سولې راتګ لپاره روزي

په ازګان کې یو ځوان په یوازې توګه د سولې راتګ لپاره فکر کوي او په دې هڅه کې دی، چې څه ډول هېوادوال له سولې برخمن شي. د دغه ولایت د مرکز ترینګوټ اوسېدونکی حاجي شفیع الله رحیمي له کليد سره په خبرو کې وویل، څو کاله کېږي چې په یاد ولایت کې د […]

نویسنده: Mohammad Khan barial
16 تله 1398
هغه ځوان چې په یوازې توګه ځوانان د سولې راتګ لپاره روزي
یو ارزګانی ځوانان د سولې لپاره عملي هڅې کوي

په ازګان کې یو ځوان په یوازې توګه د سولې راتګ لپاره فکر کوي او په دې هڅه کې دی، چې څه ډول هېوادوال له سولې برخمن شي.
د دغه ولایت د مرکز ترینګوټ اوسېدونکی حاجي شفیع الله رحیمي له کليد سره په خبرو کې وویل، څو کاله کېږي چې په یاد ولایت کې د ځوانانو پر راټولولو لګیا دی او هڅه یې دا ده چې ځوانان د سولې راتګ لپاره فکري وروزي
نوموړی زیاتوي، چې د یاد ولایت د ورزش په بېلابېلو لوبو کې یې زیات شمېر ځونان راټول کړي او پر یو ولس د تپل شوې جګړې اغېزې یې ورته ښودلې دي.
د رحیمي په خبره، چې روانه ۱۸ کلنه جګړه پر افغانانو تپل شوې او که چېرې ځوانان پر دې وپوهول شي، چې جګړه یوازې تباهې ده، نو کېدای شي پر مټ یې دایمې سوله رامنځ ته شي.
رحيمي وايي، په دغه ولايت کې یې د کریکټ اکاډومي د دې لپاره پرانيستې، چې ځوانانو ته یوه مناسبه بوختیا پیدا شي او د نشه یي توکو د کارونې تر څنګ له ناوړه کارونو راوګرځي.
نوموړی زیاتوي، په کلیواله کچه یې هم هڅې پیل کړې، تر څو خلک له ناوړه او هغو کارونو راوګرځوي، چې پر مټ یې ځوانان جګړې ته هڅول کېږي. د رحيمي په باور، که ځوانان د روانې جګړې لامل پیدا کړي، نو جګړه خپله ختېمدونکې ده.
دغه ځوان همدارنګه وايي، د ښوونې په برخه کې يې هم يو شمېر ماشومانو ته د زده کړو زمينه برابره کړې ده.
نوموړی زیاتوي، چې په افغانستان کې د سولې د راتلو هڅې يوازې تر شعار پورې محدودې شوې، خو دی به يې په عمل کې هم خلکو ته ثابته کړي، چې افغان سولې ته څومره کار کوي.
د سولې په برخه کې د دغه ځوان وروستي فعاليتونه د اروزګان د ولايتي مسوولينو له هرکلي سره هم مخ شوي، چې په دې برخه کې د هغه د ښو کړنو له کبله یې ستاینلیک هم تر لاسه کړ.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA