ads

طبیعي پېښو د پنځو کسانو ژوند اخيستی او ۱۱ نور يې ټپيان کړي

د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې وزارت وايي، په تېره يوه اونۍ کې په افغانستان کې د سختو بارانونو له کبله طبیعي پېښې رامنځته شوې، چې په پايله کې يې پنځه کسان مړه شوي او ۱۱ نور ټپيان دي. د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې وزارت سلاکار عبد البصير رحماني کليد ته وويل، […]

نویسنده: Mohammad Khan barial
16 تله 1398
طبیعي پېښو د پنځو کسانو ژوند اخيستی او ۱۱ نور يې ټپيان کړي
په افغانستان کې طبیعي پېښې

د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې وزارت وايي، په تېره يوه اونۍ کې په افغانستان کې د سختو بارانونو له کبله طبیعي پېښې رامنځته شوې، چې په پايله کې يې پنځه کسان مړه شوي او ۱۱ نور ټپيان دي.
د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې وزارت سلاکار عبد البصير رحماني کليد ته وويل، چې د دغې انساني مرګ ژوبلې ترڅنګ د سختو اورښتونو له کبله څلوېښت کورونه هم د هېواد په بېلابېلو ولايتونوکې وران شوي دي.
رحماني زياته کړه، تر ټولو زيانمن شوي ولايات کنړ، لغمان، پروان او کاپيسا دي.
که څه هم د طبعي پېښو پر وړاندې د مبارزې وزارت دغه سلاکار ډاډ ورکوي، چې په دغو پېښو کې له زيانمنو شوو کورنيو سره بیړنۍ مرستې شوې دي؛ خو په ځینو ولایتونو کې بيا خلک وايي، چې له زيانمنو شوو کورنيو سره مرستې نه دي شوې.
د کنړ ولايت پخوانی والي شجاع الملک جلاله کليد ته وويل، په دغه ولايت کې طبیعي پېښو لارې بندې کړې او کورونه يې وران کړي دي؛ خو ياد وزارت ورته جدي پاملرنه نه ده کړې.
په همدې حال کې د افغانستان په نورو ولاياتونو کې هم د طبیعي پېښو له کبله اندېښنې مخ په ډېرېدو دي او تمه کېږي چې اړوند بنسټونه په دې برخه کې پوره مرستې وکړي.
د بدخشان ولايت د ولايتي شورا رييس عبدالناجي نظري کليد ته وويل، په ورستيوکې د واورو ښويدو له کبله د بدخشان مرکز او ځینو ولسواليو ترمنځ لارې بندې شوې؛ خو په وينايې بېرته خلاصې شوې دي.
په ورته وخت کې د تخار ولايت د والي وياند جواد هجري هم کليد ته وويل، چې په دغه ولايت کې د راغلو سېلابونو له کبله خلکو ته مالي زیانونه اوښتي؛ خو په وینا یې چې دغو پېښو ته پر وخت پاملرنه شوې ده.
د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې وزارت د معلوماتو له مخې د روان کال له پيله تر اوسه ۲۶۶ کسانو په افغانستان کې د طبیعي پېښو له کبله خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA