ads

په هلمند کې د ښوونکو معاشونه پر وخت نه ورکول کېږي

د هلمند ولایت ښوونکي وایې، له یو ډېرو اقتصادي ستونزو سره مخ دي او د خپل معاش تر لاسه کولو لپاره په میاشتو میاشتو په تمه پاتې کېږي. ځایي مسوولین که څه هم د ښوونکو پر وړاندې پرتې ستونزې مني، خو ژمنه کوي چې حل ته به یې لمړیتوب ورکوي . د ښوونکو په وینا، […]

نویسنده: Mohammad Khan barial
16 تله 1398
په هلمند کې د ښوونکو معاشونه پر وخت نه ورکول کېږي
د هلمند ولایت ښوونکي

د هلمند ولایت ښوونکي وایې، له یو ډېرو اقتصادي ستونزو سره مخ دي او د خپل معاش تر لاسه کولو لپاره په میاشتو میاشتو په تمه پاتې کېږي.
ځایي مسوولین که څه هم د ښوونکو پر وړاندې پرتې ستونزې مني، خو ژمنه کوي چې حل ته به یې لمړیتوب ورکوي .
د ښوونکو په وینا، هغه ښارګوټی چې د دوی لپاره ځانګړی شوی، ډېری برخې یې د زورواکو لخوا غصب شوې دي.
دوی پر حکومت نیوکه وکړه چې تر اوسه یې ستونزو ته هېڅ حل لاره نه ده لټولې.
سره له دې چې شاوخوا څلور کاله وړاندې په مرکز لښکرګاه ښارکې د ښوونکو لپاره د رهایشي نمرو د وېش لړۍ پیل شوه، خو د دغه ښارګوټي د ځینو برخو د غصب له کبله یې کارونه له ځنډ سره مخ دي.
بلخوا بیا د هلمند د پوهنې ریس محمد دواد شاه صفاري هم د ښوونکو په برخه کي بېلابېلې ستونزې مني، خو وایي چې تازه یې د حق الزحمه ښوونکو د معاشونو ستونزه حل کړې او دغه راز هڅه کوي چې له ولایتي ادارې سره په ګډه ښوونکو ته د رهایشي نمرو پر وړاندې پراته خنډونه هم له منځه یوسي.
دا لومړی ځل نه دی چې د هلمند ولایت ښونکي له یو لړ ستونزو سرټکوي، بلکې تردې وړاندې څو ځلې د یاد ولایت د مرکز لښکرګاه او نهرالسراج ولسوالۍ ښوونکو د خپلو حقونو تر لاسه کولو په هدف اعتصاب کړی و، خو د چارواکو له لوري ورسره کړې ژمنه لا هم نه ده پرځای شوې

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA