ads

د خوست انځورګران: حکومت مو هنري پنځونو ته پام نه دی کړی

د تلې ۱۶ د هنر له نړیوالې ورځې سره سمون خوری. د خوست د اطلاعاتو فرهنګ ریاست په عامه کتابتون کې د همدې ورځې په مناسبت یو ورځني نندارتون جوړ شوی و، چې پکې د خوست د بېلا بېلو سیمو سندرغاړو او هنرمندانو ګډون درلود. په خوست کې هنرمندان او انځورګران وایي، په تېرو ۱۸ […]

نویسنده: Mohammad Khan barial
16 تله 1398
د خوست انځورګران: حکومت مو هنري پنځونو ته پام نه دی کړی
د خوستیو هنرمندانو هنري پنځوونې

د تلې ۱۶ د هنر له نړیوالې ورځې سره سمون خوری. د خوست د اطلاعاتو فرهنګ ریاست په عامه کتابتون کې د همدې ورځې په مناسبت یو ورځني نندارتون جوړ شوی و، چې پکې د خوست د بېلا بېلو سیمو سندرغاړو او هنرمندانو ګډون درلود.
په خوست کې هنرمندان او انځورګران وایي، په تېرو ۱۸ کلونو کې په دغه ولایت کې حکومت دوی هنر ته پام نه دی کړی.
دوی زیاتوي، په ځلونه یې له مسولینو سره د هنري برخې ستونزې شریکې کړي، خو مسولینو یې تراوسه غږ نه دی اوریدلی.
هنرمندانو په هنري نندارتون کې په لاس جوړ شوي هنري توکي، لاسي صنایع، د هېواد د مشاهرو انځورونه، پخوانۍ مشهورې ودانۍ او دې ورته نورې هغه هنري انځورګرۍ نندارې ته کېښودې، چې تر ډېره پکې ساده او کلیوالي ژوند انځور شوی و.
د خوست دوه تنه هنرمندان اسمعیل ځدران او رحیم شاه وایي، ۱۸ کاله کېږي چې انځورګري کوي، خو وایي خوست کې د هنر مینوال ډېر کم دي.
دوی له مسولینو غواړي چې د دې برخې هنرمندانو لپاره په خوست ښارکې د نندارې ځای ځانګړی کړي، څو خلک د دوی له هنر اوکمال سره اشنا شي.
اسمعیل ځدراڼ وایي، په حکاکي، مینه توري، مجسمه سازي، نقاشي او خطاطي کې نېږدې زر تابلوګانې لري، چې په هره یوه یې له زرو نیولې تر پنځوس زره افغانۍ لګښت راغلی، خو ګیله کوي چې په دې برخه کې یې چا لاس نیوی نه دی کړی.
سندرغاړی ګل روف شوقي، چې د هنرمندانو د ورځې په مناسب یاد هنري نندارتون ته بلل شوی و، وایي لومړۍ ځل یې دی، چې هنري نندارتون ته بلل کېږي او د هنر په نوم ورځ نمانځي.
نوموړی وایي، تردې دمه اطلاعاتو فرهنګ ریاست د سندرغاړو هنرمندانو لپاره هېڅ نه دي کړي، خو له مسولینو غواړي چې له دې وروسته د دوی هنر او هنرمندانو ته پام وکړي.
د خوست د اطلاتو فرهنګ ریاست رییس محمد انور زاهد مني چې هنرمندانو ته په یاد ولایت کې پام نه دی شوی، خو ژمنه کوي چې له دې وروسته به د دوی هنري فعالیتونه ستایي او د هنر اړوند ستونزې به پر وخت حلوي.
ډيری وخت هنرمندان په ځانګړي ډول انځورګران ګیله کوي، چې په دغه ولایت کې د دوی هنر هغه ډول نه ستایل کېږي، لکه په نورو سیمو کې چې د هنرمندانو قدر او ستاینه کېږي.
دوی یې علت په دې برخه کې د خلکو نه پوهاوی په ګوته کوي، خو د اطلاعاتو فرهنګ ریاست له مسولینو غواړي چې په راتلونکي کې دا ډول نندارتونونه تیار کړي، څو د دې سیمې خلک د دوی له هنري فعالیتونو سره اشنا شي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA