ads

امريکا د چين پر ۲۸ شرکتونو بنديزونه ولګول

د امريکا د سوداګرۍ وزارت تېره ورځ خبر ورکړى، چې د چين ۲۸ مهم سوداګريز شركتونه د بشري حقونو د نقض له کبله د واشنګټن د سوداګرۍ په تور لېست كې داخل شوي دي. د ياد وزارت د خبرپاڼې له مخې، پر دغو شرکتونو ځکه بنديزونه لګول شوي، چې د چين له حکومت سره يې […]

نویسنده: Mohammad Khan barial
16 تله 1398
امريکا د چين پر ۲۸ شرکتونو بنديزونه ولګول
د چین او امریکا سوداګریزه جګړه

د امريکا د سوداګرۍ وزارت تېره ورځ خبر ورکړى، چې د چين ۲۸ مهم سوداګريز شركتونه د بشري حقونو د نقض له کبله د واشنګټن د سوداګرۍ په تور لېست كې داخل شوي دي.
د ياد وزارت د خبرپاڼې له مخې، پر دغو شرکتونو ځکه بنديزونه لګول شوي، چې د چين له حکومت سره يې د اويغور او داسې نورو مسلمانانو په ځورولو کې مرسته کړې ده.
د چين حکومت ادعا کوي، چې د اويغور مسلمانانو نيول او ځورول د ترهګرۍ د مخنيوي په هدف ترسره کېږي او دا يې کورنۍ مسئله ده، خو واشنګټن بيا د بيجينګ دغه اقدام د بشري حقونو تر پښو لاندې کول يادوي.
بايد وويل شي، چې د چين حكومت د دوو کلونو په ترڅ کې کابو يو ميليون اويغور مسلمانان د ترويستي افکارو د لرلو په تور نيولي دي.
دا په داسې حال کې ده، چې د چين پر وارداتو د امريكا له لوري د لګول شوو تعرفو نېږدې دوه کاله کېږي او دواړه لوري هڅه کوي، چې دا ستونزه د خبرو له لارې حل کړي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA