خوست کې د کرنې او مالدارۍ ریاست له لوري د ۲۰ میلیونه افغانیو په ارزښت د چرګانو ۲۵۰ بابه نیمه سوداګریزو فارمونو د جوړولو چارې پیل شوې.
د کرنې او مالدارۍ مسولین وایي، یاد فارمونه ۲۰۰ هغو کورنیو ته وېشل کېږي، چې له اقتصادي ستونزو سره مخ وي.
د چرګانو د فارمونو یاده لړۍ د دغه ولایت په ځاځي میدان او ګربزو ولسواليو کې پر هغو کورنیو پیل شوه، چې اقتصادي وضعیت یې ښه نه دی.
د خوست مرستیال والي عبدلواحد پټان وايي، په دې سره به د هغو کورنیو، چې اقتصادي ستونزو لري، یو څه ستونزې راکمې شي.
دغه پروګرام کې هرې بې وزلې کورنۍ ته ۱۰۰ د هګیو چرګې، د یو کال لپاره د چرګو خوراکه او اړوند وسایل ورکول کېږي.
د یادو فارمونو ترلاسه کوونکي په دې خوښي ښکاره کوي، خو وایي چې دا ورته بسنه نه کوي.
دوی له حکومتي مسولینو غواړي چې داسې پروګرامونه ورته چمتو کړي، چې تر یوه بریده یې د کورنۍ اقتصادي اړتیاوې پوره کولی شي.
د خوست د باغدارۍ او مالدارۍ ملي برنامې مسؤلین وایي، چې د دغه کار هدف یې د کورني اقتصاد پیاوړي کول دي، خو په ورته مهال غوښتنې دا دي، چې مسولین دې، د خلکو لپاره د دوامداره کارونو په لټه کې شي.