رحمت الله نبيل پر جمهور رييس غني او داکټر عبدالله تور لګوي، چې په ټاکنو کې یې د درغلیو په هدف د پیسو په بدل کې له امنیه قومندانو ګټه اخیستې ده.
د جمهوري رياست ټاکنو نوماند رحمت الله نبيل ادعا کوي، چې د تلې میاشتې د شپږمې په ټاکنوکې امنيه قومندانانو ته پيسې ورکړل شوې، څو د مشخصو کاندیدانو لپاره صندوقونه ډک کړي.
نبيل وايي، دا کار د محمد اشرف غني په مشرۍ د دولت جوړونکي ټيم او د داکټر عبدالله په مشرۍ د ثبات او همپالنې ټيمونو مشرانو کړی او دی يې په اړه بشپړ اسنادونه هم لري.
نبيل دغه څرګندونې د دوشنبې په ورځ په کابل کې د جمهوري ریاست ټاکنو د نوماندانو شورا لخوا په جوړه شوې غونډه کې وکړې.
رحمت الله نبيل په دغه غونډه کې د جمهوري رياست په ټاکنو کې پر شوو درغليو ژوره اندېښنه څرګنده کړه او ټينګار يې وکړ، که د ټاکنو خپلواک کمېسيون لخوا تورې او سپينې رايې بېلې نه شي؛ نو دا ټاکنې به د يو بل ناورين پيلامه شي.
په همدې حال کې د جمهوري رياست بل کانديد احمد ولي مسعود پر بايمټريک شوو رايو ټيڼګار وکړ او زياته يې کړه چې له بايمتريک شوو رايو پرته هېڅ ډول پايلې دوی ته د منلو وړ نه دي.
په ورته وخت کې د جمهوري رياست کانديد داکټر فرامرز تمنا وايي، د ټاکنو د لا رونټيا لپاره د ټاکنو خپلواک کمېسيون مشران او کميشنران بايد حکومتي چارواکو سره لېده کاته بس کړي.
نوموړي وويل، چې د ټاکنو خپلواک کمېسيون مشران او کمېشنران هره ورځ له حکومتي مشرانو سره لېده کاته کوي او یادو لیدنو د ټاکنو کمېسیون خپلواکي تر پوښتنې لاندې راوستې ده.
دا په داسې حال کې ده، چې د افغانستان جمهور رييس محمد اشرف غني په ټاکنوکې د شوو درغليو له کبله تر اوسه څه نه دي ويلي او څو ورځې وړاندې يې اعلان کړی و، چې له درېيو اونيو وروسته به نوی حکومت خپل کار پیل کړي.