سپينې ماڼۍ نن د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي، چې امريكايي ځواكونه په دغو عملياتو كې ګډون او د تركي سرتېرو ملاتړ نه كوي.
تر دې وړاندې د ترکيې حكومت خبر ورکړى و، که انقره او واشنګټن د سوريې په شمال کې د امن سيمو پر رامنځته کېدو يوې هوکړې ته ونه رسېږي، نو ډېر ژر به هلته پوځي عمليات پيل کړي.
بلخوا د امريکا جمهور رئيس ډونالډ ټرمپ د تېرې سپټمبر مياشتې په ۱۰مه نېټه ويلي و، که ترکيه په سوريه کې پوځي عمليات وكړي، نو متحد ايالتونه به پرې اقتصادي بنديزونه ولګوي.
د يادولو وړ ده، چې امريکا اوسمهال د سوريې په شمال کې شاوخوا ۱۰۰۰ سرتېري لري، چې په ښکاره د ترهګرو ډلو په وړاندې مبارزه کوي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


