په غزني كې د وسله والو طالبانو له لوري تښتول شوي لسګونه كسان بېرته خوشې شوي دي.
د دغه ولايت د والي وياند محمد عارف نوري نن كليد ته وويل، د خواجه عمري ولسوالۍ د ده حاجي کلي ۴۳ تنه اوسېدونکي، چې درې ورځې وړاندې طالبانو برمته كړي وو، تېر ماښام د قومي مشرانو او سپين ږيرو په منځګړيتوب بېرته خوشې شول.
هغه زياته كړه، تر دې دمه د يادو كسانو د برمته كېدو علت معلوم نه دى، خو ښايي طالبانو دا كار پر دوى د ځايي خلكو د وروستي بريد په غبرګون كې كړى وي.
وسله والو طالبانو تښتول شوي كسان سيمه ييز پوليس بللي وو.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ