ads

په باميان کې د كچالو حاصلات زيات شوي

د باميان د کرنې، اوبو لګونې او مالدارۍ رياست چارواکي وايي، ارزونې يې ښيي، چې سږ کال په دې ولايت كې ۳۷۰ زره ټنه کچالو توليد شوي دي. د دوى په وينا، تر دې وړاندې هلته په کلني ډول شاوخوا ۳۵۰ زره ټنه کچالو ترلاسه كېدل. د باميان د کرنې، اوبو لګونې او مالدارۍ رئيس […]

نویسنده: hewadpal
14 تله 1398
په باميان کې د كچالو حاصلات زيات شوي

د باميان د کرنې، اوبو لګونې او مالدارۍ رياست چارواکي وايي، ارزونې يې ښيي، چې سږ کال په دې ولايت كې ۳۷۰ زره ټنه کچالو توليد شوي دي.
د دوى په وينا، تر دې وړاندې هلته په کلني ډول شاوخوا ۳۵۰ زره ټنه کچالو ترلاسه كېدل.
د باميان د کرنې، اوبو لګونې او مالدارۍ رئيس عبدالوهاب محمدي ويلي، چې هر کال په دغه ولايت كې له ۱۷ تر ۱۸ زره هکټاره ځمکه کې کچالو کرل كېږي.
دى په باميان كې د كچالو د حاصلاتو زياتېدو علتونه زيات ورښتونه او له بزګرانو د اړوند وزارت د ملاتړو پروګرامونو پلي كېدل يادوي.
د محمدي په خبره، اوس مهال د ملا غلام په څېړنيز فارم کې پر ۳۶ ډوله کچالو څېړنې روانې دي.
په وروستيو كلونو كې په باميان کې د کچالو کرکيله غوړېدلې او د دې ولايت ډېرى بزګرانو د کچالو توليدولو ته مخه کړې ده.
د کرنې، اوبو لګونې او مالدارۍ وزارت د معلوماتو له مخې، هلته نېږدې ۵۰ زره بزګران د کچالو پر کرکيلې بوخت دي.
په باميان كې د هېواد د نورو ولايتونو په پرتله زيات كچالو توليدېږي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA