ads

په هلمند كې ۳۳ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې

د هلمند په نادعلي ولسوالۍ كې د امنيتي ځواكونو او وسله والو طالبانو ترمنځ په جګړه كې ۳۳ طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. د دغه ولايت د امنيه قوماندانۍ له مطبوعاتي دفتره تېره شپه کليد ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې طالبانو غوښتل د نادعلي ولسوالۍ په پارچاو سيمه کې پر امنيتي […]

نویسنده: hewadpal
14 تله 1398
په هلمند كې ۳۳ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې

د هلمند په نادعلي ولسوالۍ كې د امنيتي ځواكونو او وسله والو طالبانو ترمنځ په جګړه كې ۳۳ طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د دغه ولايت د امنيه قوماندانۍ له مطبوعاتي دفتره تېره شپه کليد ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې طالبانو غوښتل د نادعلي ولسوالۍ په پارچاو سيمه کې پر امنيتي پوستو بريد وكړي، خو د پوليسو له سخت غبرګون سره مخ شول.
د سرچينې په وينا، هلته د جګړې په مهال د يوه قوماندان په ګډون ۲۵ طالبان وژل شوي، اته تنه نور ژوبل دي او د هغوى يو شمېر سپكې او درنې وسلې هم د پوليسو لاس ته ورغلې دي.
د خبرپاڼې پر بنسټ، د يادې جګړې په ترڅ كې امنيتي سرتېرو او ملكي وګړو ته زيان نه دى اوښتى.
وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه خپل نظر نه دى څرګند كړى.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA