ads

په كابل ښار كې د چسپكي ماين چاودنې يو تن ټپي كړ

د كابل ښار د دوهمې ناحيې په مربوطاتو كې د چسپكي ماين چاودنې يو تن ټپي كړى دى. د كورنيو چارو وزارت وياند نصرت رحيمي وايي، تېر ماښام شاوخوا شپږ بجې او ۱۵ دقيقې د كابل ښار پر اسمايي واټ د دغه وزارت په يوه رېنجر موټر پورې نښلول شوي ماين چاودنه وكړه. د نوموړي […]

نویسنده: hewadpal
14 تله 1398
په كابل ښار كې د چسپكي ماين چاودنې يو تن ټپي كړ

د كابل ښار د دوهمې ناحيې په مربوطاتو كې د چسپكي ماين چاودنې يو تن ټپي كړى دى.
د كورنيو چارو وزارت وياند نصرت رحيمي وايي، تېر ماښام شاوخوا شپږ بجې او ۱۵ دقيقې د كابل ښار پر اسمايي واټ د دغه وزارت په يوه رېنجر موټر پورې نښلول شوي ماين چاودنه وكړه.
د نوموړي په خبره، په دې پېښه كې د كورنيو چارو وزارت د سټف كالج يو كاركوونكى په سطحي توګه ټپي شو.
رحيمي همدارنګه وايي، پوليسو تېره شپه شاوخوا اته بجې او ۴۰ دقيقې د قوي تخريبي موادو لرونكى يو ماين، چې ترهګرو د كابل ښار د اتمې امنيتي حوزې اړوند د كارته نو سيمې د لومړي سړك د ګلدان په منځ كې ځاى پر ځاى كړى و، كشف او شنډ كړ.
بل پلو د كورنيو چارو وزارت نن ويلي، د کابل د امنيه قوماندانۍ منسوبينو يو ماين، چې وسله والو طالبانو د دې ولايت په ده سبز ولسوالۍ کې د امنيتي ځواکونو د ګزمې پر مسير ځای پر ځای کړی و، کشف او شنډ کړی دی.
وسله والو طالبانو تراوسه په دې تړاو څه نه دي ويلي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA