ads

په خوست كې د بېلابېلو جرمونو په تور دوه وسله وال كسان ونيول شول

په خوست كې دوه تنه وسله وال د تروريستي فعاليتونو، انسان تښتونې او وسله والو غلاوو په تور نيول شوي دي. د دغه ولايت د ملي امنيت رياست وايي، ځواكونو يې دا كسان د شنبې په ورځ ماسپښين مهال نېږدې درې بجې په ګربزو ولسوالۍ کې ونيول. د ياد رياست په خبرپاڼه كې راغلي، چې […]

نویسنده: hewadpal
14 تله 1398
په خوست كې د بېلابېلو جرمونو په تور دوه وسله وال كسان ونيول شول

په خوست كې دوه تنه وسله وال د تروريستي فعاليتونو، انسان تښتونې او وسله والو غلاوو په تور نيول شوي دي.
د دغه ولايت د ملي امنيت رياست وايي، ځواكونو يې دا كسان د شنبې په ورځ ماسپښين مهال نېږدې درې بجې په ګربزو ولسوالۍ کې ونيول.
د ياد رياست په خبرپاڼه كې راغلي، چې نيول شوي كسان اصلاً د پکتيا اوسېدونکي دي، خو د خوست په ګربزو ولسوالۍ کې اوسېدل.
د خبرپاڼې له مخې، دې کسانو د خوست ترڅنګ په كابل، ننګرهار او پکتيا ولايتونو كې هم دولت ضد كړنې ترسره كړې دي.
په خبرپاڼه کې دا نه دي ويل شوي، چې نيول شوو کسانو په کومې ډلې پورې تړاو درلود او نه هم کومې وسله والې ډلې تر دې دمه په دې اړه څه ويلي دي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA