د ننګرهار په مركز جلال اباد ښار کې د چسپكي ماين چاودنې پنځو ملکي وګړو ته مرګ ژوبله واړوله.
د دې ولايت د والي وياند عطاء الله خوږياڼي کليد ته وويل، تېره شپه شاوخوا اووه بجې د جلال اباد ښار د څلورمې ناحيې په مربوطاتو کې په يوه سراچه ډوله موټر پورې د نښلول شوي ماين په چاودنه کې يو تن وژل شوى او د يوه ماشوم په ګډون څلور تنه نور ټپيان دي.
د نوموړي په خبره، وژل شوى او ټپيان ټول ملكي وګړي دي.
د دغې چاودنې مسووليت تر دا مهاله چا نه دى منلى.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


