ads

د کابل ښار د هوا پاکوالي لپاره پنځه کلن پلان جوړ شوی

د چاپېريال ساتنې ملي اداره د هغه پنځه کلن پلان د جوړولو خبر ورکوي، چې د پلي کېدو په صورت به يې په کابل ښار کې د هوا د ککړتيا ستونزه هواره شي. دې ادارې د يکشنبې په ورځ په کابل کې خپل دغه پلان له رسنيو سره شريک کړ او ډاډ يې ورکړ، چې […]

نویسنده: hewadpal
14 تله 1398
د کابل ښار د هوا پاکوالي لپاره پنځه کلن پلان جوړ شوی

د چاپېريال ساتنې ملي اداره د هغه پنځه کلن پلان د جوړولو خبر ورکوي، چې د پلي کېدو په صورت به يې په کابل ښار کې د هوا د ککړتيا ستونزه هواره شي.
دې ادارې د يکشنبې په ورځ په کابل کې خپل دغه پلان له رسنيو سره شريک کړ او ډاډ يې ورکړ، چې د ياد پلان په پلي کېدو سره به كابل ښار په يوه پاك ځاى بدل شي.
په دې پلان کې د کابل ښار د هوا د ککړتيا ټولې سرچينې په ګوته شوي او مسوولو ارګانونو يې په وړاندې عملاً اقدامات پيل کړي دي.
د چاپېريال ساتنې ملي ادارې مرستيال عزت الله صديقي په خبري غونډه کې وويل، د دوى له جوړ شوي پلانه سرغړوونكي كسان به د نغدي جريمې ترڅنګ نورې سزاوې هم وويني.
په همدې حال کې د کورنيو چارو وزارت د پاليسۍ او ستراتېژۍ مرستيالې حسنا جليل د ياد پلان د پلي کېدو ملاتړ وكړ او زياته يې كړه، له دغه پلان څخه سرغړوونکو كسانو ته به سخته سزا وركړل شي.
د کابل ښار هوا هر کال د ژمي له را رسېدو سره سم ډېره ککړېږي او تراوسه د هوا د ککړتيا د مخنيوي لپاره د مسوولو ارګانونو هڅو هېڅ کوم اغېز نه دی کړی.
د کابل والي محمد يعقوب حيدري د همدې اندېښنې په ځواب کې وويل، دا پلان کوم فېسبوکي او تبليغاتي اړخ نه لري او د جمهور رئيس او کابينې په هڅو جوړ شوى دى.
په کابل ښار کې د هوا د ککړتيا سرچينې روښانه دي، خو دا ځل د چاپېريال ساتنې ملي اداره ټينګار کوي، چې خپل پلان به د پنځو کلونو په لړ کې تطبيق کړي او هېچا ته به اجازه ور نه کړي، چې له دغه پلان څخه سرغړونه وکړي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA