ads

د تخار خواجه غار او بهارك ولسوالۍ د طالبانو له شتونه پاكې شوې

د ملي دفاع وزارت اعلان كړى، چې د تخار خواجه غار او بهارك ولسوالۍ په بشپړه توګه د وسله والو طالبانو له شتونه پاكې شوې دي. دې وزارت تېره شپه د دوو خبرپاڼو په خپرولو سره ويلي، چې د هوايي ځواك په ملاتړ د هېواد د امنيتي او دفاعي سرتېرو ګډ تصفيوي عمليات له تېرو […]

نویسنده: hewadpal
14 تله 1398
د تخار خواجه غار او بهارك ولسوالۍ د طالبانو له شتونه پاكې شوې

د ملي دفاع وزارت اعلان كړى، چې د تخار خواجه غار او بهارك ولسوالۍ په بشپړه توګه د وسله والو طالبانو له شتونه پاكې شوې دي.
دې وزارت تېره شپه د دوو خبرپاڼو په خپرولو سره ويلي، چې د هوايي ځواك په ملاتړ د هېواد د امنيتي او دفاعي سرتېرو ګډ تصفيوي عمليات له تېرو څو ورځو راهيسې په يادو ولسواليو كې روان وو.
د سرچينې په وينا، په بهارك ولسوالۍ كې د عملياتو په مهال ۸۹ طالبان وژل شوي او ۶۷ تنه نور ژوبل دي.
د ملي دفاع وزارت زياته كړې، چې عمليات كوونكو ځواكونو د تخار په خواجه غار او بهارك ولسواليو كې د طالبانو يوه اندازه سپكې او درنې وسلې، ډېر مهمات او څو نقليه وسايط هم ترلاسه كړي دي.
وسله والو طالبانو تراوسه په دې تړاو څه نه دي ويلي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA