ads

په غزني كې د طالبانو په ضد د ځانګړو افغان ځواكونو عمليات پيل شول

امنيتي سرتېرو د غزني په ده يك ولسوالۍ كې ۱۴ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اړولې ده. د دې ولايت د والي وياند محمد عارف نوري وايي، ځانګړو افغان ځواکونو نن سهار وختي د ده يک ولسوالۍ د تاسنګ سيمې په باغونو کې د مخالفينو د ځپلو په هدف تصفيوي عمليات پيل كړي دي. […]

نویسنده: hewadpal
13 تله 1398
په غزني كې د طالبانو په ضد د ځانګړو افغان ځواكونو عمليات پيل شول

امنيتي سرتېرو د غزني په ده يك ولسوالۍ كې ۱۴ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
د دې ولايت د والي وياند محمد عارف نوري وايي، ځانګړو افغان ځواکونو نن سهار وختي د ده يک ولسوالۍ د تاسنګ سيمې په باغونو کې د مخالفينو د ځپلو په هدف تصفيوي عمليات پيل كړي دي.
د نوموړي په وينا، تراوسه د دغو عملياتو په ترڅ كې نهه طالبان وژل شوي او پنځه تنه نور ټپيان دي.
نوري زياتوي، په يادو عملياتو کې افغان ځواکونو او ملکي کسانو ته زيان نه دى اوښتى او په برياليتوب سره دوام لري.
وسله والو طالبانو تر دا مهاله په غزني كې د خپلو ملګرو د مرګ ژوبلې په تړاو تبصره نه ده كړې.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA