د هلمند د کجکي ولسوالۍ په سيند كې د کښتۍ ډوبېدو له كبله ۱۱ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د کجکي ولسوال عبدالرزاق مظلوميار وايي، پېښه هغه مهال رامنځته شوه، كله چې كښتۍ ياد كسان د سيند له يوې غاړې بلې ته لېږدول.
د نوموړي په خبره، په دې پېښه کې پنځه ښځې، يو نارينه او دوه ماشومان وژل شوي او دوه ښځې او يو ماشوم ټپيان دي.
د يادونې وړ ده، چې دا ډول پېښې په هېواد كې ډېرې كمې رامنځته كېږي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


