د ټاكنو خپلواك كمېسيون وايي، تر دې دمه د ۲۲ ولايتونو حساس او غيرې حساس ټاكنيز توكي د دغه كمېسيون مركزي دفتر ته رسېدلي دي.
د ټاكنو خپلواك كمېسيون غړي مولانا محمد عبدالله نن غرمه يوې خبري غونډې ته وويل، د نن ورځې تر پايه به د پاتې ولايتونو ټاكنيز توكي هم كابل ته ورسېږي.
هغه زياته كړه، د دوى كار له مهالوېش سره سم مخته روان دى او تراوسه په كې ځنډ نه دى رامنځته شوى.
د عبدالله په خبره، دوى چمتو دي، چې د مهالوېش له مخې د روانې تلې مياشتې په ۲۷مه نېټه د جمهوري رياست ټاكنو لومړنۍ پايلې اعلان كړي، خو په وينا يې، ښايي دا كار له يادې نېټې مخكې وشي.
بايد وويل شي، چې د يادو ټاكنو د وروستيو پايلو د اعلانولو لپاره د راتلونكې لړم مياشتې ۱۶مه نېټه ټاكل شوې ده.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


