د بهرنيو چارو وزارت سياسي مرستيال ادريس زمان وايي، د سولې هڅې هغه وخت پايله وركوي، چې طالبان اوربند وكړي او د افغانستان له حكومت سره مخامخ خبرو ته كېني.
نوموړي نن خبريالانو ته وويل، افغان حكومت د سولې مذاكراتو د پيل او مخته وړلو يوازينۍ مرجع ده او په راتلونكې كې به هم وي.
د زمان په وينا، دوى د سولې هغه خبرې ګټورې نه بولي، چې د افغانستان حكومت په كې حضور ونه لري او تر پيل وړاندې يې ورسره لازمې مشورې ونه شي.
دا په داسې حال كې ده، چې د طالبانو او امريكا پلاوي اسلام اباد ته تللي، هلته يې له پاكستاني چارواكو سره ليدلي او په خپلو كې يې هم سره خبرې كړې دي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


