د ننګرهار په اچين ولسوالۍ كې د ګډو افغان ځواكونو عمليات په برياليتوب سره دوام لري.
له ۲۰۱ سېلاب قول اردو څخه کليد ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د يادو عملياتو په مهال په تېرو ۲۴ ساعتونو کې يو ځانمرګى واسكټ او زياته اندازه نور مهمات ترلاسه شوي دي.
د سرچينې په وينا، عمليات كوونكو ځواكونو د اچين ولسوالۍ يو شمېر كلي له داعش وسله والو پاك كړي او هم يې په سيمه كې د امنيتي پوستو د جوړولو چارې پيل كړې دي.
داعش ډلې تراوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


