د ملي دفاع وزارت اعلان كړى، چې د تخار د بهارك ولسوالۍ شاوخوا سيمې د ترهګرو له شتونه پاكې شوي او د ماوراء كوكچه – بهارك لويه لار د ټرافيكو پرمخ پرانيستل شوې ده.
دغه وزارت د جمعې په مازديګر د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي، هلته عمليات د ملي دفاع وزارت د لومړي مرستيال محمد ياسين ضياء په مشرۍ پيل شوي، چې په مهال يې په بهارك ولسوالۍ كې د يوه سرګروپ په ګډون ۱۸ وسله وال طالبان وژل شوي دي.
د سرچينې په خبره، د ترهګرو له شتونه د ماوراء كوكچه او خواجه غار ولسوالۍ د پاكولو لپاره به ډېر ژر پراخ عمليات پيل شي.
د ملي دفاع وزارت لومړى مرستيال محمد ياسين ضياء، د كورنيو چارو وزارت لومړى مرستيال عبدالصبور قانع او د ملي امنيت د عمومي رياست مرستيال عبادالله خان له تېرو څو ورځو راهيسې په تخار كې دي.


