ads

د افغانستان د شپږيزې کرکټ ليګ شپږم پړاو سيالۍ روانه اونۍ پيلېږي

د افغانستان د شپږيزې کرکټ ليګ شپږم پړاو سيالۍ د راتلونكې دوشنبې په ورځ د شپږو لوبډلو ترمنځ پيلېږي. ټاکل شوې سبا ماښام د دې لوبو د پيل مراسم ترسره شي. دا لوبې به د کابل په نړيوال کرکټ لوبغالي کې د شپږو لوبډلو سپين ‌غر زمريانو، بست ساتونکو، امو نهنګانو، کابل بازانو، بند امير […]

نویسنده: hewadpal
13 تله 1398
د افغانستان د شپږيزې کرکټ ليګ شپږم پړاو سيالۍ روانه اونۍ پيلېږي

د افغانستان د شپږيزې کرکټ ليګ شپږم پړاو سيالۍ د راتلونكې دوشنبې په ورځ د شپږو لوبډلو ترمنځ پيلېږي.
ټاکل شوې سبا ماښام د دې لوبو د پيل مراسم ترسره شي.
دا لوبې به د کابل په نړيوال کرکټ لوبغالي کې د شپږو لوبډلو سپين ‌غر زمريانو، بست ساتونکو، امو نهنګانو، کابل بازانو، بند امير ښامارانو او مس عينک اتلانو ترمنځ د روانې اکټوبر مياشتې تر ۱۷مې نېټې دوام ولري.
د يادو سياليو لومړۍ لوبه به د بند امير ښامارانو او کابل بازانو لوبډلو ترمنځ ترسره شي.
د افغانستان د شپږيزې کرکټ ليګ په سياليو کې د سپين غر زمريانو لوبډلې دوه ځلې او د مس عينک اتلانو، کابل بازانو او بند امير ښامارانو لوبډلو بيا يو يو ځل اتلولي خپله کړې ده.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA