د افغانستان د سولې لپاره د امريكا د بهرنيو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خليلزاد په پاكستان كې د طالبانو له استازو سره ليدلي دي.
رويټرز خبري اژانس د دوو پاكستاني سرچينو له قوله راپور وركړى، چې دا ليدنه د پنجشنبې په ورځ په اسلام كې شوې ده.
دې ليدنې څه باندې يو ساعت دوام كړى، خو په اړه يې نور جزيات نه دي څرګند شوي.
دا له هغې وروسته، چې د امريكا جمهور رئيس ډونالډ ټرمپ له طالبانو سره د سولې خبرې ختمې اعلان كړې، د امريكايي او طالب استازو لومړۍ ليدنه ده.
په دې وروستيو كې د امريكا او طالبانو پلاوي پاكستان ته تللي او د دغه هېواد له چارواكو سره پر افغان سولې غږېدلي دي.
اسلام اباد د امريكا او طالبانو ترمنځ د سولې مذاكراتو د بېرته پيلولو هڅه كوي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


