پخواني جمهور رئيس حامد كرزي د سولې خبرو د بيا پيل لپاره د وروستيو هڅو هرکلى كړى دى.
ده پر خپله فېسبوك پاڼه هيله څرګنده كړې، چې رښتينې سولې ته د رسېدو په هدف ټولې غاړې په پوره روڼتيا او صداقت سره د سولې خبرې بيا پيل كړي او پرمخ يې بوځي.
كرزي د پاکستان له حکومته غوښتي، چې په دغو هڅو کې ګټور او همکار پاتې شي، ترڅو د مثبتو پايلو په ترلاسه کولو سره د دواړو گاونډيو هېوادونو ترمنځ متمدنه اړيكه او د ورورگلوۍ فضا رامنځته او تقويه شي.
دا په داسې حال كې ده، چې د طالبانو او امريكا پلاوي اسلام اباد ته تللي، هلته يې له پاكستاني چارواكو سره ليدلي او په خپلو كې يې هم سره خبرې كړې دي.
خو افغان حكومت وايي، د سيمې هېوادونو ته د طالبانو سفرونه او د يادو هېوادونو له چارواکو سره د هغوى ليدنې د ټولو ډيپلوماټيکو اصولو خلاف دي او دغه سفرونه او ناستې د سولې لپاره کومه ګټه نه لري.


