جمهور رئيس محمد اشرف غني وايي، درې اونۍ وروسته به د هېواد نوى جمهور رئيس د لوړې مراسم ترسره كړي.
هغه نن امنيتي او دفاعي ځواکونو ته د زرو اپارتمانونو د وېش په مراسمو کې د وينا په مهال وويل، د نوي جمهور رئيس د اعلانولو مسووليت د ټاكنيزو كمېسيونونو پر غاړه دى.
جمهور رئيس غني داسې مهال يادې څرګندونې كوي، چې د مهالوېش پر بنسټ په پام كې ده د جمهوري رياست ټاكنو لومړنۍ پايلې د روانې تلې مياشتې په ۲۷مه او وروستۍ پايلې يې د راتلونكې لړم مياشتې په ۱۶مه نېټه اعلان شي.
دا ټاكنې تېره اونۍ ترسره او له پخوانيو هغو ښې وبلل شوې.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


