ads

د اوبې ولسوالۍ لپاره د طالبانو نومول شوى ولسوال ووژل شو

د هرات امنيتي مسوولين د دغه ولايت د اوبې ولسوالۍ لپاره د وسله والو طالبانو د نومول شوي ولسوال د وژل كېدو خبر وركوي. د هرات د امنيه قوماندانۍ وياند عبدالاحد ولي زاده كليد ته وويل، طالبانو تېره شپه غوښتل پر اوبې ولسوالۍ بريد وكړي، خو امنيتي ځواكونو په شا وتمبول. د ده په وينا، […]

نویسنده: hewadpal
12 تله 1398
د اوبې ولسوالۍ لپاره د طالبانو نومول شوى ولسوال ووژل شو

د هرات امنيتي مسوولين د دغه ولايت د اوبې ولسوالۍ لپاره د وسله والو طالبانو د نومول شوي ولسوال د وژل كېدو خبر وركوي.
د هرات د امنيه قوماندانۍ وياند عبدالاحد ولي زاده كليد ته وويل، طالبانو تېره شپه غوښتل پر اوبې ولسوالۍ بريد وكړي، خو امنيتي ځواكونو په شا وتمبول.
د ده په وينا، د جګړې په ترڅ كې د يادې ولسوالۍ لپاره د طالبانو نومول شوى ولسوال ملا متين خادم له خپلو اوو ملګرو سره يو ځاى ووژل شو او درې امنيتي سرتېري ټپيان شول.
ولي زاده وايي، په وژل شوو كسانو كې د درېيو نورو ولسواليو لپاره د طالبانو نومول شوي نظامي مسوولين هم شامل دي.
وسله والو طالبانو تر دا مهاله په دې اړه څه نه دي ويلي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA