د افغانستان د کرکټ بورډ د غوراوي کمېټې پخوانی غړی انډي مولز د دغې کمېټې د مشر او کرکټ ډايرېکټر په توګه په دنده وګومارل شو.
د افغانستان د كركټ بورډ د خبرپاڼې له مخې، نوموړی، چې له دې وړاندې يې د بنګله دېش په وړاندې د افغان لوبډلې د سرپرست مشر روزونکي مسووليت هم پر غاړه درلود، د کرکټ په ډګر کې شاوخوا ۲۵ کلنه تجربه لري.
د سرچينې په خبره، مولز به د ملي، ايمرجينګ، الف او له ۱۹ کلونو د كم عمره ځوانانو لوبډلو د غوراوي کمېټې د مشر او کرکټ ډايرېکټر په توګه دنده مخته وړي.