ads

په هلمند كې د طالبانو له يوه زندانه ۱۳ تنه خوشې شول

افغان کومانډو ځواکونو په هلمند كې د شپنيو عملياتو په ترڅ كې د وسله والو طالبانو له يوه زندانه ۱۳ تنه خوشې كړي دي. د ياد ولايت د رسنيو دفتر د خبرپاڼې پر بنسټ، كومانډو ځواكونو تېره شپه د نهر سراج ولسوالۍ په دين محمد کلي کې عمليات ترسره كړل، چې په مهال يې د […]

نویسنده: hewadpal
12 تله 1398
په هلمند كې د طالبانو له يوه زندانه ۱۳ تنه خوشې شول

افغان کومانډو ځواکونو په هلمند كې د شپنيو عملياتو په ترڅ كې د وسله والو طالبانو له يوه زندانه ۱۳ تنه خوشې كړي دي.
د ياد ولايت د رسنيو دفتر د خبرپاڼې پر بنسټ، كومانډو ځواكونو تېره شپه د نهر سراج ولسوالۍ په دين محمد کلي کې عمليات ترسره كړل، چې په مهال يې د طالبانو يو زندان مات شو او ورڅخه ۱۰ تنه خوشې شول.
په خبرپاڼه كې د دغو كسانو د هويت په اړه څه نه دي ويل شوي.
د ملي دفاع وزارت بيا په هلمند كې د طالبانو له منګولو د ژغورل شوو كسانو شمېر ۱۳ تنه ښودلى دى.
وسله والو طالبانو تراوسه په دې تړاو خپل نظر نه دى څرګند كړى.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA