د كورنيو چارو وزارت وايي، په ميدان وردګ كې د وسله والو طالبانو لخوا د بي اېم يو توغول شوې مرمۍ څلورو ملكي وګړو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
د دغه وزارت وياند نصرت رحيمي نن پر خپله ټويټر پاڼه ليكلي، دا مرمۍ د نرخ ولسوالۍ د بازي خېل كلي پر يوه كور لګېدلې، چې له كبله يې درې ملكي وګړي وژل شوي او يو بل ټپي دى.
وسله والو طالبانو تر دې دمه د يادې پېښې په تړاو تبصره نه ده كړې.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


