ارګ وايي، تر هغې چې افغان حكومت د سولې پلان وړاندې نه کړي او د سولې خبرو په محور کې ځاى ونه لري، د سولې هر ډول ناستې په افغانستان کې د ثبات د ټينګښت لپاره ګټه نه کوي.
د جمهوري رياست وياند صديق صديقي د جمعې په ورځ کليد ته وويل، د سيمې هېوادونو ته د طالبانو سفرونه او د يادو هېوادونو له چارواکو سره د هغوى ليدنې د ټولو ډيپلوماټيکو اصولو خلاف دي او دغه سفرونه او ناستې د سولې لپاره کومه ګټه نه لري.
نوموړي له پاكستانه وغوښتل، چې د سيمې د ثبات لپاره كار وكړي او په خپله خاوره كې د ترهګرو پټنځايونه له منځه يوسي.
خو د چارو يو شمېر شنونکي د سيمې هېوادونو ته د افغان جګړې د ښکېلو لورو سفرونه او د دې هېوادونو له چارواكو سره د افغان سولې په تړاو د هغوى خبرې په هېواد کې د سولې د ټينګښت لپاره ګټورې ګڼي.
پخوانى طالب چارواکى سيد اکبر اغا وايي، د سيمې هېوادونو ته لکه د افغان چارواكو، د طالبانو سفرونه هم د سولې لپاره ګټه لري او داسې تمه کېداى شي، چې د امريکا او طالبانو ترمنځ د سولې خبرې بيا پيل شي.
د سياسي چارو بل شنونکى سيد ناصر موسوي بيا وايي، طالبان غواړي د سيمې له هېوادونو سره په اړيکو جوړولو خپل ځواک نړۍ ته وښيي او د دې ترڅنګ دى دا سفرونه د سولې لپاره هم له ګټې خالي نه ګڼي.
د ده په وينا، د امريکا ولس او سياستوال غواړي د افغانستان جګړه نوره پاى ته ورسېږي او خپل سرتېري له دغه هېواده وباسي، خو په خبره يې، د سولې مذاكرات به په افغانستان کې د نوي حکومت تر رامنځته کېدو وروسته پيل شي.
د امريکا جمهور رئيس ډونالډ ټرمپ له طالبانو سره د سولې خبرې تر نهو پړاوونو او په کابل کې تر يوې موټربم چاودنې وروسته، چې يو امريکايي سرتېرى او ۱۱ ملکي وګړي په کې ووژل شول، ختمې اعلان کړې.


