د كابل – جلال اباد لويه لار، چې د پنجشنبې له مازديګر راهيسې د سختو بارانونو، سېلابونو او غره ښويېدنې له كبله په څو سيمو كې د ټرافيكو پر مخ تړل شوې وه، نن له غرمې وروسته بېرته پرانيستل شوه.
د ټرانسپورټ وزارت وايي، دا لار د دغه وزارت، سيمه ييزو خلکو او لارويانو په هلو ځلو او د ملي دفاع وزارت د ماشينرۍ په مرسته بېرته پرانيستل شوه.
د يادې لارې د بندېدو په سبب له تېرې ورځې راهيسې ګڼ شمېر كسان دواړو خواوو ته بند پاتې وو.
بايد وويل شي، چې د كابل – جلال اباد لويه لار هر كال څو وارې د سختو ورښتونو، سېلابونو او غره ښويېدنې له كبله د لنډ وخت لپاره د ټرافيكو پر مخ تړل كېږي.


