ads

د نسایي ولادي ناروغانو درملنه نور په ښرنه کې کېږي

د پکتیکا ولایت روغتیايي مسولین وايي، ډيری نسايي ولادي ناروغان چې تر دې وړاندې ولایتونو ته وړل کېدل، اوس به د ښرنې په ولایتي روغتون تداوي کیږې. دوی وايي، په ولایتي روغتون کې د ښځینه متخصیصې او درې نورو معالجو ښځینه ډاکټرانو پر دنده ګمارل به ډېري اسانتیاوې رامنځته کړي او خلک به روغتیايي خدمتونو […]

نویسنده: Mohammad Khan barial
11 تله 1398
د نسایي ولادي ناروغانو درملنه نور په ښرنه کې کېږي
پکتیکا

د پکتیکا ولایت روغتیايي مسولین وايي، ډيری نسايي ولادي ناروغان چې تر دې وړاندې ولایتونو ته وړل کېدل، اوس به د ښرنې په ولایتي روغتون تداوي کیږې.
دوی وايي، په ولایتي روغتون کې د ښځینه متخصیصې او درې نورو معالجو ښځینه ډاکټرانو پر دنده ګمارل به ډېري اسانتیاوې رامنځته کړي او خلک به روغتیايي خدمتونو ته لاسرسی پیدا کړي.
په پکتیکا ولایت کې ښځينه متخصیصه داسې مهال دنده پیلوي، چې کلونه کېږې په دغه ولایت کې ښځينه ډاکټره نه وه او ډېر کله به د همدې مسلې له کبله خلکو خپل ناروغانو نورو ولایتونو ته وړل.
د پکتیکا د عامي روغتیا رییس ډاکټر عبدالهادي هاشمي کلید ته وویل، جدي اړتیا وه تر څو په ولایتي روغتون کې ښځینه متخصیصه کار پیل کړي او د خلکو ستونزو ته په ښه ډول رسېدنه وشي.
هغه وايي، اوس يي د ښځینه متخصیصې تر څنګ درې نورې معالجې ښځینه ډاکټرانې هم په دنده ګمارلي، چې په خبره يي نورو ولایتونو ته د تلونکو ناروغانو مخه به ونیول شي.
د ښرنې ولايتي روغتون مشر ډاکټر علي خېل صادق وايي، تر دې وړاندې به ډېری ناروغان د ښځينه متخصیصې د نشتون کبله پایتخت کابل او یا نورو ولایتونو ته وړل کېدل.
ده وویل، اوس به ټولو ناروغانو ته رسیده ګي وشي او د امکان تر حده به هڅه کېږې چې ټول ناروغان همدلته تداوي شي.
په پکتیکا کې د روغتیا برخې پلي کوونکي موسیسې مشر ډاکټر عبدالسلام باورزی څرګندوي، د ټول ولایت په کچه د ښځينه متخصیصې نشت لویه تشه وه، چې په خبره يې اوس به د خلکو قناعت حاصل او ناروغان به په ښه شکل تداوي کیږې.
دی زیاتوي د ولسوالیو په ځينو روغتونونو کې لا هم اړتیا لیدل کېږې چې ښځینه ډاکټرانې وګمارل شي، خو په وینا يې په راتلونکي کې به دا تشه هم ډکه شي.
یاده دې وي چې د پکتیکا ډیر نفوس ته په کتو لا هم په دغه ولایت کې ګڼ شمېر خلک له روغتیايي اسانتیاوو څخه بي برخي دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA