راپورنه وایي، د کانګو په ډیموکراټیک جمهوریت کې د سرو زرو په یو کان کې د ځمکې ښویدو له کبله ۱۶ تنو خپل ژوند له لاسه وکړ.
د راپورونو له مخې، هر کال لسګونه کسان په یاد هېواد کې د ځمکې ښویدو په پېښه کې وژل کېږي.
دغه پېښه د کامپن د سرو زرو په کان کې رامنځته شوې، چې امنیتي چارواکي د ۱۶ راایستل کېدو خبر ورکوي.
ویل کېږي چې شاوخوا ۲۰ کسان په دغه کان کې پر کار بوخت وو او کېدایشي چې د مرګ ژوبله شمېر تر دې هم لوړ شي.
د یادولو وړ ده چې د روان میلادي کال په جنون میاشت کې هم په دغه هېواد کې د مسو په یو کان کې د ځمکې ښویدو په پېښه کې ۴۳ کسان وژل شوي وو.


