په ننګرهار کې غالۍ اوبدونکي وایي، د پخوا په پرتله یې صنعت پراختیا کړې او که حکومت د قالینو صنعت ته کار وکړي، دلته شته فابریکې به نورې هم پیاوړې شي، چې پر مټ به یې د هېواد اقتصاد هم پیاوړ شي.
دوی وایي، په هېواد دننه د بازار د نشتون له کبله یې غالۍ پاکستان ته وړلې کېږي، چې بیا د پاکستان په نوم نورو بهرنیو هېوادونو ته صادرېږي.
اوسمهال په ننګرهار کې له شلو ډېرې د قلین اوبدلو لویې او وړې فابریکې فعالیت کوي. د دغو فابريکو مسولين وايي، نه یوازې دا چې په کور دننه د افغاني غالیو مینه والو ته تولیدات برابروي؛ بلکې بهرنیو هېوادونو ته یې هم استوي.
له دغو فابریکو یې یوه په جلال اباد ښار کې له تېرو اتو کلونو راهیسې فعالیت کوي. د دې فابریکې مسول سید جواد وایي، صنعت یې د پخوا په پرتله څو چنده پراخه شوی دی.
د قالین اوبدلو فابریکه کې د بېلابېلو ولایتونو خلک کار کوي، حتا تر دې چې ډېر کسان خو دلته زده کړو ته هم راځي، چې تر زده کړو وروسته بیرته همدلته په کار بوخت دي، چې له ډلې یې یو هم سیف الله دی.
قالین اوبدونکي د ځینو ستونزو یادونه هم کوي او وایي، ډېر کله یې کارونه دبرېښنا، د خامو توکو د نشت او د عصري وسایلو د کمبود له وجې له خنډ سره مخ کېږي، چې په دې برخه کې د حکومت پاملرنه غواړي.
دوی وایي، هغه قالینې چې په کوردننه تولیدېږي، د بازار د نشت له کبله یې پاکستان ته وړي، چې بیا یې پاکستان په خپل نوم صادروي.
په ورته وخت کې د اقتصادي چارو کارپوهان هم له حکومت غوښتنه کوي، چې هېوادنیو تولیداتو ته په کور دننه مناسب بازار پیدا کړي.
د اقتصادي چارو کارپوه تاج محمد تمکین وایي، که حکومت په کور دننه پانګوالو ته د پانګونې زمینه برابره کړي، نو د هېواد پر اقتصادي حالت به مثبت اغېز ولري.
تمکین وایي، که حکومت د قالینو صنعت پراختیا ته کار وکړي، دلته شته فابریکې به نورې هم پیاوړې شي، چې پر مټ یې په بهرنیو هېوادونو کې افغاني غالیۍ مارکيټ خپلولی شي او د هېواد د عایداتو لوړېدو لامل کېږي.


