د مدني ټولنو ګڼ شمېر فعالان او د جمال خاشقجي ملګري پرون د ترکیې په استانبول ښار کې د سعودي عربستان د قونسلګرۍ مخې ته د جمال خاشقجي د وژل کېدو د لومړي تلین د لمانځلو لپاره راټول شول.
د سعودي عربستان دغه ژرونالیست چې د سعودي د ولیعهد محمد بن سلمان د پالیسو او فعالیتونو په هکله یې د امریکا د واشنګټن پوسټ په ورځپاڼې کې انتقادي لیکنې کولې، تیر کال په همدې ورځ په استانبول کې د سعودي په قونسلګرۍ کې لومړی ووژل شو او بیا یې بدن ټوټې ټوټې شو.
د واشنګټن پوسټ مالک، چې په استانبول کې یې په دې مراسمو کې برخه اخیستې وه، د جمال خاشقجي نامزادې خدیجې چنګیز ته ډاډ ورکړ چې په دې برخه کې یوازې نه یې او دوی یې بشپړ ملاتړ کوي.
د غونډې ګډونوالو له ملګرو ملتونو وغوښتل چې د جمال خاشقجي د وژل کېدو قضیه وڅېړي او هغه چاته دې سزا ورکړي چې په یاده پېښه کې لاس لري.


