ads

د تخار اوسېدونکو د نا امنۍ له کبله اعتراض وکړ

د تخار ولايت لسګونو اوسېدونکو د نا امنۍ له کبله اعتراض وکړ او له حکومت څخه يې غوښتنه وکړه، چې ډېر ژر د تخار ولايت امنيتي کړکيج ته د پای ټکی کېږدي. اعتراض کوونکو د پنجشنبې په ورځ په کابل کې خبريالانو ته وويل، د افغان حکومت لخوا تخار ولايت ته استول شوی امنيتي پلاوي […]

نویسنده: Mohammad Khan barial
11 تله 1398
د تخار اوسېدونکو د نا امنۍ له کبله اعتراض وکړ

د تخار ولايت لسګونو اوسېدونکو د نا امنۍ له کبله اعتراض وکړ او له حکومت څخه يې غوښتنه وکړه، چې ډېر ژر د تخار ولايت امنيتي کړکيج ته د پای ټکی کېږدي.
اعتراض کوونکو د پنجشنبې په ورځ په کابل کې خبريالانو ته وويل، د افغان حکومت لخوا تخار ولايت ته استول شوی امنيتي پلاوي د دغه ولايت پر امنيتي ستونزو هېڅ اغيز نه دی کړی او جګړه د ښار تر دروازو پورې رسېدلې ده.
په همدې حال کې د تخار يو مدني فعال سيد الفت جويا کليدته وويل، چې په تخار کې د نا امنۍ يو لامل د امنيتي سرتېرو کمښت دی.
نوموړي ټېنګار وکړ، حکومت بايد ډېر ژر په تالقان ښار کې يوه غښتلې پوځي هډه جوړه کړي.
په ورته وخت کې د کورنيو چارو وزارت هم مني چې طالب وسله وال د تخار ولايت مرکز ته دننه شوي وو؛ خو ټينګار کوي چې اوس يې جګړه پر شا تمبولې ده.
د کورنيو چارو وزارت مرستيالې وياندې مروې اميني کليد ته وويل، د تخار په مرکز کې امنيتي وضعيت د ډاډ وړ دی او په ولسواليوکې هم پراخ نظامي عمليات پيل شوي دي.
که څه هم د افغان سولې د خبرو له ټکني کېدو سره سم په افغانستان کې د جګړې شدت ټېټه شوې؛ خو د ورستيو راپورونو پر بنسټ لاهم په ځېنو ولسواليوکې خونړۍ جګړه روانه ده.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA