ads

د افغان ښځو شبکه د ټاکنو د رڼو پایلو د اعلان غوښتنه کوي

د جمهوري ریاست په ټاکنو کې د درغلیو په تړاو د اندېښنو او د ټاکنو د پایلو په اعلان کې په روڼتیا د ټینګار په دوام، دا ځل د افغان ښځو شبکه د ټاکنو له خپلواک کمېسیون څخه غواړي چې د پایلو په اعلان کې دې روڼتیا ته جدي پام وکړي. د افغان ښځو د […]

نویسنده: Mohammad Khan barial
11 تله 1398
د افغان ښځو شبکه د ټاکنو د رڼو پایلو د اعلان غوښتنه کوي
افغان مېرمنې

د جمهوري ریاست په ټاکنو کې د درغلیو په تړاو د اندېښنو او د ټاکنو د پایلو په اعلان کې په روڼتیا د ټینګار په دوام، دا ځل د افغان ښځو شبکه د ټاکنو له خپلواک کمېسیون څخه غواړي چې د پایلو په اعلان کې دې روڼتیا ته جدي پام وکړي.
د افغان ښځو د شبکې غړې د ټاکنو له خپلواک کمېسیون څخه غواړي، چې د جمهوري ریاست د ټاکنو د رایو په راټولولو او شمېرلو کې دې روڼتیا ته جدي پاملرنه وکړي او یوازې بایومېټریک شوې رایې دې حساب کړي.
د افغان ښځو د شبکې د همغږۍ د برخې مسوولې روشن مشعل د پنجشنبې په ورځ په یوه خبري غونډه کې وویل، چې د ټاکنو خپلواک کمېسیون باید د ټاکنو پایلې په رڼه توګه اعلان کړي او په دغه پروسه د خلکو له لاسه تللی باور بیرته ترلاسه کړي.
هغه د ټاکنیزو شکایتونو له خپلواک کمېسیون څخه هم غواړي، چې د ټاکنو په جریان کې ثبت شوو درغلیو او سرغړونو ته په رڼه او جدي توګه رسېدنه وکړي.
په ورته وخت کې د افغان ښځو د شبکې یوه غړې فرشته فرح له ټولو نوماندانو او سیاسي مشرانو څخه غواړي چې د ټاکنو د پایلو په اړه له هغو وړاندوینو څخه ډډه وکړي چې عامه ذهنونه مغشوشوي.
هغه زیاته کړه، چې د نوماندانو له خوا د ټاکنو د پایلو په اړه له وخته وړاندې څرګندونې د کمېسیون په چارو کې په ښکاره لاسوهنه ده.
په همدې حال کې د دغه شبکې یوې بلې غړې زرقا یفتلي وویل، د ټاکنو د روڼتیا په اړه شکونه د دې لامل شول، چې کم شمېر خلک په ټاکنو کې ګډون وکړي او نوموړې د ټاکنو له خپلواک کمېسیون څخه غواړې چې یوازې دې بایومېټریک شویو رایو ته اعتبار ورکړي.
دا په داسې حال کې ده، چې د ټاکنو خپلواک کمېسیون تل په رڼه توګه د ټاکنو د پایلو په اعلان ټینګار کړی دی، د ټاکنو د مهالوېش پر بنسټ، ټاکل شوې چې د جمهوري ریاست د ټاکنو لومړنۍ پایلې د روانې تلې میاشتې په ۲۷ مه او وروستۍ پایلې یې د لړم میاشتې په شپاړسمه نېټه اعلان شي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2022

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA