د ارزکان اوسېدونکي وايي، په دغه ولايت کې د پخوا په پرتله د ترينکوټ ښار امنيت ښه شوی او د جنايي پيښو ګراف هم ټيټ شوی دی.
په ورته مهال امنيتي مسولين هم مني، چې په ښار کې يې سرتيرو ته دنده سپارلې، څو د ښار امنيتي فضا خوندي وساتي.
د ارزګان په ترينکوټ ښار کې په تېرو مياشتو کې د جنايي پېښو ترڅنک چريکي بريدونه او د غير مسوله واله شتون ډېر شوی و.
خو له تېرو څو مياشتو راهیسي په ښار کې دننه د جنايي جرمونو د مخنيوي ترڅنک د ښار امنيت په بشپړ توګه خوندي شوی دی.
د یاد ولایت اوسېدونکي زياته وي، چې تر دې وړاندې به په ښار کې د ورځنيو چارو پر مهال له امنيتي پېښو او نورو جرمونو څخه په وېره کې وو او خپلي چاري به يې په ښه ډول نه شو مخته وړی، خو اوس په ښار کې د شپي او ورځې بوخت دي او د هېڅ ډول امنيتي پېښي خطر نه احساسوي.
دوی له حکومت څخه غوښتنه کوي چې په راتلونکي کې هم د خلکو امنيت دغه ډول خوندي وساتي.
د افغانستان په ډېرو ښارونو کې د ترينکوټ ښار کوچني ښار دی.
که څه هم د نورو وختونو په پرتله د ښار امنيتي وضيعت ښه شوي، خو د ارزګان د ټولو ولسواليو لارې له ترينکوټ ښار سره د نا امنيو له کبله تړلي پاته دي او له ښار څخه يوازې په څو کيلومترۍ کې افغان ځواکونه له وسله والو طالبانو سره په مخامخ جګړه بوخت دي.
د ارزګان امنيه قوماندان هم زياته وي چې په ښار کې يې امنيتي سرتيرو ته دنده سپارلې، څو په ښار کې د امنيت د ښه کولو لپاره کوټلي ګامونه پورته کړي.
تردي وړاندي په ترينکوټ ښار کې خلکو له دولت څخه غوښتنه کول چې د ښار امنيت لپاره دي په ښار کې پلي ګزمې زياتې کړي.
په ښار کې د لومړۍ حوزې ترڅنګ د ښاري ګارنيزیون سرتيري هم وخت ناوخته د ښار د امنيت تامين کولو په موخه په ښار کې ګرځي.


