په داسې حال کې چې د جمهوري رياست ټاکنو يو شمېر کاندیدان په ټاکنوکې د پراخو درغليو خبره کوي؛ خو د ټاکنو خپلواک کمېسيون ډاډ ورکوي، چې د ټاکنو پايلې به رڼې اعلان شي.
د جمهوري رياست ټاکنو يو شمېر نوماندانو د چهارشنبې په ورځ د جلا جلا خبري ناستو په ترڅ کې خبرداری ورکړ، چې د ټاکنو خپلواک کمېسيون بايد درغليو ته نه ووايي او يوازې بايمتريک شوو رايو ته اعتبار ورکړي.
د تدبير او پراختیا ټاکنيز ټيم مشر داکټر فرامرز تمنا په يوې خبري غونډه کې ګواښ وکړ، چې د ټاکنو خپلواک کمېسيون بايد په پوره بې پرېتوب او امانت دارۍ سره د خلکو رايې وشمېري.
د جمهوري رياست ټاکنو دوو کاندیدانو ګلبدين حکمتيار او لطيف پدرام په دوو بېلا بېلو خبري غونډوکې وويل، د درغليو پایله د خلکو لپاره د منلو وړ نه ده.
خو بل پلو د ټاکنو خپلواک کمېسيون چارواکي هم په ټاکنوکې د درغليو خبرې نه ردوي؛ خو په ډاډ سره وايي، چې د ټاکنو پايلې به رڼې اعلان شي.
د ټاکنو خپلواک کمېسيون کمېشنر مولانا عبدالله په همدې ورځ په يوې خبري غونډه کې اعلان وکړ، چې کاندېدان دې اندېښنه نه کوي او دوی به له بايمټريک پرته هېڅ رايو ته اعتبار ور نه کړيٍ.
د يادونې وړ ده چې د جمهوري رياست ټاکنو دغه نوماندان د ټاکنو له خپلواک کمېسيون څخه غوښتنه کوي، چې ډېر ژر دې وروستۍ پايلې اعلان کړي؛ خو تېره ورځ د ملګرو ملتونو استازي تداماچي ياماماتو له ټولو کاندېدانو څخه غوښتنه وکړه، چې د ټاکنو خپلواک کمېسيون خپل کار ته پرېږدي.


