د جنوبي کوریا د وسله والو ځواکونو مشر خبر ورکړی، چې شمالي کوریا نن سهار یو ځل بیا لېرې واټن ویشتونکي بالستیک توغندي ازمویلي دي.
د راپورونو له مخې، دغه توغندي د ۴۵۰ کیلومتره په واټن کې توغول شوي او جنوبي کوریا یو ځل بیا غوښتنه کړې چې شمالي کوریا دې ژر تر ژره دغه ازموینې ودروي.
جنوبي کوریا د شمالي کوریا له لوري د نوو توغول شوو توغندیو په تړاو اندېښنه ښودلې او زیاته کړې یې ده چې د پونګیانګ له لوري دا ډول ازموینې د دواړو هېوادونو تر منځ د شخړو رامنځته کېدو لامل کېږي.
دا په داسې حال کې ده چې د ټرمپ او کیم جونګ اون تر منځ د خبرو تر پای ته رسېدو وروسته دا نهم ځل دی چې شمالي کوریا خپلو توغندیي ازموینو ته دوام ورکوي.


