د ترکیې دفاع وزیر رسنیو ته په خبرو کې په سوریه کې د امن سیمو پر رامنځته کېدو ټینګار وکړ.
د ترکیې دفاع زویر خلوصي اکار وویل، چې په سوریه کې د امن سیمو جوړېدل اړین دي او دغه لړۍ باید ژر تر ژره پیل شي.
نوموړي زیاته کړه، د ترکیې حکومت په سوریه کې روان حالت له نېږدې څاري او د دغه هېواد وسله وال ځواکونه د هر ډول اقدام لپاره چمتو دي.
دا په داسې حال کې ده چې دوې ورځې وړاندې د سوریې حکومت له امریکا او ترکیې وغوښتل چې ژر تر ژره له سوریې څخه خپل ځواکونه وباسي، خو ترکیې او امریکا له سوریې څخه د خپلو ځواکونو د وتلو په اړه کوم غبرګون نه دی ښودلی.


