د اروزګان ولایت دیني عالمانو او قومي مشرانو د دې ولایت له خلکو له دې امله ګیله وکړه، چې په ټاکنو کې په کم سارې ډول برخه واخیستله.
دوی همدارنګه پر ټاکنو خپلواک کمېسیون هم نیوکه وکړه، چې په ټاکنو کې د خلکو د کمرنګه ګډون لوی لامل دا و، چې د دغې مهمې او اړینې پروسې او خپلې رایې پر ارزښت نه و پوهول شوي.
دغو دیني عالمانو او قومي مشرانو زیاته کړه، چې د ټاکنو خپلواک کمېسیون باید ولس ته په دې برخه کې پوره پوهاوی ورکړی واي.
په ورته مهال په دغه ولايت کې د ټاکنو خپلواک کمېسیون بیا وايي، که له یوې خوا په ټاکنو کې د خلکو ونډه کمه وه، خو له بل لوري یاده پروسه په بشپړ ډول شفافه تر سره شوه.
د ارزګان د انتخاباتو خپلواک کمېسيون مشر احمد شاه قانوني وايي، په ټول هېواد کې ارزګان د انتخاباتو د شفافيت په برخه کې لومړۍ درجه ترلاسه کړې ده.
هغه د امنیتي ځواکونو ستاينه وکړه، چې په دې ورځ يې په مرکز ترينکوټ او ولسواليو کې د خلکو امنيت په بشپړل ډول تامين کړی و.
په جوړه شوې غونډه کې د ارزګان امنيه قوماندان هم په یاده پروسه کې د بشپړ شفافیت یادونه وکړه او زیاته یې کړه، چې د دوی د راپورونو پر اساس په یاد ولایت کې ټاکنې په بشپړ ډول پاکې تر سره شوې.
د ارزګان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون د معلوماتو له مخې، د دغه ولايت د رايې اچوونې په ۳۲ مرکزونو کې شاوخوا ۶ زره کسانو رايي کارولې، چې دا شمېره نورو ولايتونو په پرتله خوراکمه ده.


