د روسيې د بهرنيو چارو وزارت وايي، پر دغه هېواد به د امريکا نوي لګول شوي بنديزونه بې ځوابه پاتې نه شي.
دغه وزارت نن په خپله بيانيه کې ويلي، چې پر روسيې د امريکا نوي بنديزونه د متحدو ايالتونو د کورني بحران زېږنده دي او واشنګټن په دې سره غواړي مسكو خپلو هدفونو ته د رسېدو لپاره د يوې وسيلې په توګه وکاروي.
دا په داسې حال کې ده، چې د امريکا د ماليې وزارت پرون دوه روسي وګړي د متحدو ايالتونو د جمهوري رياست په ټاکنو کې د لاسوهنې په تور د بنديزونو په لړ ليک کې شامل کړل.
د امريکا اطلاعاتي بنسټونه روسيه د ۲۰۱۶م ميلادي کال په ټاکنو کې په لاسوهنې تورنوي، خو مسكو تل دا تور رد كړى دى.


