ads

د يمن حوثيانو نېږدې ۳۰۰ بنديان خوشې کړل

د سره صليب نړيوالې کمېټې خبر ورکړى، د يمن حوثيانو نېږدې ۳۰۰ هغه کسان خوشې کړي، چې له دوى سره بنديان وو. د حوثيانو له لوري د خوشې شوو بنديانو شمېر ۲۹۰ تنه ښودل شوى دى. د اسرا ملي کمېټې مشر عبدالقادر مرتضى وويل، حوثيانو د ۳۵۰ بنديانو د خوشې کولو لپاره له ملګرو ملتونو […]

نویسنده: Mohammad Khan barial
9 تله 1398
د يمن حوثيانو نېږدې ۳۰۰ بنديان خوشې کړل
د حوثیانو له خوا خوشي شوي بندیان

د سره صليب نړيوالې کمېټې خبر ورکړى، د يمن حوثيانو نېږدې ۳۰۰ هغه کسان خوشې کړي، چې له دوى سره بنديان وو.
د حوثيانو له لوري د خوشې شوو بنديانو شمېر ۲۹۰ تنه ښودل شوى دى.
د اسرا ملي کمېټې مشر عبدالقادر مرتضى وويل، حوثيانو د ۳۵۰ بنديانو د خوشې کولو لپاره له ملګرو ملتونو سره د ژمنې پر بنسټ لومړى اقدام وکړ او له دغه سازمانه يې غوښتنه وکړه، چې د جګړې پر مقابل لوري فشار راوړي، ترڅو ورته اقدام وکړي.
بل پلو د ترکي السعدي په نوم يوه خوشې شوي بندي د جګړې له ښکېلو لورو يعنې حوثيانو او عرب ايتلاف څخه غوښتي، چې د بنديانو مسئلې د حل لپاره همکاري وکړي او دا ستونزه په بشپړه توګه حل کړي.
د سعودي عربستان په رهبرۍ ايتلاف تراوسه د حوثيانو د ياد اقدام په تړاو څه نه دي ويلي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA