په داسې حال کې چې په افغانستان کې بزګرانو د خپل توليدي محصولاتو لپاره د بازار پر نشت اندېښمن دي؛ خو د کرنې او مالدارۍ وزارت وايي، دوې مياشتې وروسته په افغانستان کې د ۱۲سترو سړو خونو د جوړولو کار رسما پيلېږي.
په ورستيوکې په افغانستان کې د کورنيو محصولاتو لپاره هېڅ بازار نشته او د بزګرانو په وينا د تازه مېوو ډېره برخه په ډېرو کمو پېسو پلورل کېږي.
بزګران وايي، د سړو خونو د نشتون له کبله دوی مجبور دي چې خپل کورني تازه محصولات بازار ته وړاندې کړي؛ خو د مناسب بازار د نشت له کبله د دغو محصولاتو ډېره برخه له منځه ځي او يا په نیمه بيه پلورل کېږي.
بل پلو د اقتصادي چارو کارپوهان هم پر رامنځته شوي وضعيت اندېښمن دي او په حکومت غږ کوي چې د کورنيو محصولاتو د ضايعاتو د مخنیوي لپاره بايد تولېدي فابرېکې جوړې کړي.
د اقتصادي چارو کارپوه صيام الدين پسرلي کليد ته وويل، حکومت بايد د لمدو مېوو د پروسس لپاره ځينې فابريکې جوړې کړې او دغه مېوې د جوس په بڼه نړيوالو بازارونو ته صادرې کړي.
په همدې حال کې د کرنې اوبو لګونې وزارت وياند اکبر رستمي د بزګرانو لپاره يو ښه زېری لري او وايي، چې په راتلونکو دوو مياشتوکې به په افغانستان کې د دولسو لويو سړو خونو کارونه رسما پيل شي.
موږ هڅه وکړه چې په همدې تړاو له سوداګرۍ وزارت سره هم خبرې وکړو؛ خو له ډېرو هڅو سره سره بريالي نه شوو.
بزګران په داسې حال کې په افغانستان کې خپلو محصولاتو ته د مناسب بازار پر نشت اندېښنه څرګندوي، چې د افغانستان حکومت تل کورنيو تولیداتو ته د بازار موندنې ډاډ ورکړی دی.


