د ترکيې د دفاع وزارت د دوشنبې په ورځ د يوې اعلاميې په خپرولو سره ويلي، چې د عراق د شمال په «زاب» سيمه کې د دوى د ځواکونو په هوايي بريد کې د کردستان د کارګرانو ګوند اووه غړي ووژل شول.
دغه بريدونه په عراق کې د ترکيې د پيل شوو عملياتو په دوام ترسره شوي دي.
انقرې د تېرې مې مياشتې په ۲۷مه نېټه د عراق په شمال کې د کردستان د کارګرانو ګوند د غړو د ځپلو په هدف دا عمليات پيل کړل او تر دې دمه دوام لري.
د عراق حکومت په ځلونو په دغه هېواد کې د ترکيې پوځي عمليات غندلي او له انقرې يې غوښتنه کړې، چې ياد عمليات ودروي.
دا په داسې حال کې ده، چې د کردستان د کارګرانو ګوند له ۳۰ کلونو راهيسې په دوامداره توګه د ترکيې د حکومت په وړاندې وسله واله مبارزه کوي.


