د فارياب امنيتي مسوولين وايي، په دغه ولايت كې د وسله والو طالبانو له لوري توغول شوې د هاوان مرمۍ شپږو ملكي وګړو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
د فارياب د امنيه قوماندانۍ وياند كريم يورش كليد ته وويل، طالبانو تېره شپه شاوخوا ۱۰ بجې د قيصار ولسوالۍ پر مركز بريد وكړ، چې د امنيتي ځواكونو لخوا په شا وتمبول شو.
د نوموړي په خبره، د جګړې په مهال د طالبانو د هاوان يوې مرمۍ دوه ملكي وګړي ووژل او د ښځو او ماشومانو په ګډون يې څلور تنه نور ټپيان كړل.
وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
په وروستۍ يوه مياشت كې دا څووم ځل دى، چې په فارياب كې د افغان ځواكونو او طالبانو ترمنځ د جګړو له كبله ملكيانو ته مرګ ژوبله اوړي.